انصار: (د تله ۱۸ مه)، د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وایي، اوکراین نه شي کولای چې له روسیې جګړه وګټي.
نوموړی چې د لوېدیځ له خوا اکثراً د روسیې په ملاتړ دریځ تورن شوی، یوځل بیا د دغې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر خبرو ټینګار وکړ.
اوربان چې ټاکل شوې هېواد یې د راروان ۲۰۲۵م کال د جنوري له میاشتې د شپږو میاشتو په مخه د اروپایي ټولنې دوره يي مشري ترلاسه کړي، دغه څرګندونې په اروپایي پارلمان کې په یوه خبرې غونډه کې وکړې چې د هنګري د یوې مخالفې څېرې له خوا هم هغه مختل شوې.
ښاغلي اوربان وویل، دوی نه غواړي چې د هرڅه مخه ونیسي، خو یوازې غواړي اروپایي مشرانو ته دا پیغام ورسوي چې د اوکراین اړوند خپله اوسنۍ ستراتیژي بدله کړي، ځکه د ده په خبره هغه کار نه ورکوي.
د اوربان په خبره کله چې یوه جګړه نه شئ ګټلئ، نو باید خبرې وکړئ او یو اوربند ترلاسه کړئ.
تر دې مخکې د اوکراین ولسمشر ولودمیر زیلینسکي په دې وروستیو کې د روسیې په وړاندې د جګړې د ګټلو لپاره د خپل پلان د ملاتړ ترلاسه کولو په موخه د امریکا په ګډون له خپلو لوېدیځو متحدینو غوښتي چې د روسیې د بریدونو په وړاندې د ځان د دفاع لپاره لازم پوځي وسایل او وسلې ورکړي.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/33824